د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د کابل پر پوهنتون، کوثر کورس او ترورونو په اړه په څیړنو کې پرمختګ شوی دی.
امرالله صالح په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د کابل پر پوهنتون بریدګرو د جګړې په پای کې خپل لاسونه له "لاسي بم" سره الوزولي وو، څو په تړاو یې د ګوتو نښې او ثبوت پاتې نشي.
صالح زياته کړې، دا کار ښيې چې هغوی ته ویل شوي وو چې د ګوتو د نښان د ثبوت او شواهدو د نه پریښودلو لپاره ځانونه له مینځه یوسي.
د هغه په وينا، د عصري ټکنالوژۍ پر مټ او د بهرنیو متحدانو په ملاتړ د برید ګرو د جسدونو د هویت د معلومولو کار دوام لري.
امرالله صالح وايي، د عملیاتو او پلټنو د مصونیت په هدف په دې برخه د نورو پرمختګونو جزئیات اوس نشو په ډاګه کولی.
هغه په پخواني خبريال، يما سياوش د چاودنې په اړه ويلي، چې دا کار د ار ډی اکس چاودېدونکو موادو پواسطه شوی دی، چې په وينا يې دا مواد په پوځي چارو کې کارول کیږي.
صالح ويلي، چاودونکي مواد دوه کیلو وو او د موټر ټانکۍ ته نزدې ځای پر ځای شوي وو.
د امرالله صالح په وينا د نن ورځې په سهارنۍ جلسه کې يې د وروستيو هدفي وژنو په اړه هم بحث کړی دی.
امرالله صالح وروسته تر هغې د کابل د امنيتي چارو د څار مسووليت پر غاړه واخيست، چې په کابل کې وسله والې غلاوې او ترورونه زيات شول.